پرعراق باندی دتیري موخه پرنفتي زریموباندی دکنترول دپاره وو!
عزيزاحمد خوارمل عزيزاحمد خوارمل


د((ويكتورياي ولينگتن)) دپوهنتون یواستاذوویل : په ۱۳۸۱لمریزکال کی پرعراق باندی یرغل او تیري دنفتي زریمو دکنترول اودهغه دلاسته راوستولودپاره دغرب لخوا دغه یرغل صورت وموند. دنیوزیلند د۲۰۰۵ کال دجـــولای دمیاشتی د۱۹نهــــولسمی نیټـــی د((دومنیون پست ))ورځپاڼه په ګزارش سره « جيم ويچ » پدی معتقد دی چی ډیر دسیمي (منطقي) مسلمان ځوانان دغرب دیرغل اودتیري په وړاندي په ټینګه سره ولاړدي اوځانونه يي دمبارزي دپاره جوړکړیدي .
ده وویل زه په زغرده سره وایم :چـــې ددی وروسته به دغــــربی نړی هیڅ ځای ددغوغچي اخیستوونکــــــومسلمان ځوانانودلاسه نه به دباندی نه وي وتلي، نودنیوزلند هیواد به هم پکښی شامل وي . (( ويچ)) پدی هکله وویل : دعراق دخلکودټینګښت څیره وروسته دیرغل اوتیري نه پر هغه هیوادباندي رامنځته شواوترڅوچې دغه خلک په ځان کی زوراوقوت ولري،امریکااودهغه ملګری به په یوه دناآرامی په تلکه کی ګیرپاته کړي . دغه دسیاسی اونظامی چاروکارپوه داهسی نتیجه ترلاس کوی :پدی ډول دتیري کوونکواویرغلګروله منځه وړلواومرګ ژوبله به ډیریږی،نوکیدی سی یرغلګر او تیري کوونکی اوس دخپل پت،عزت اوستاره(ابرو) دنه توه ولوپه خاطرپدی نه سی توانیدلي چې عراق پریږدي اودهغه څخه ووځي .
دانټرنیټ دمنابعو څخه ژباړه
July 24th, 2005


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها